د زیږیدو کال: ۱۹۵۲، د خوست ولایت

ملیت: پشتون

زده کړې:

په ۱۹۷۰ میلادي کال د کابل حربي ښوونځۍ څخه فارغ  شوی، لوړې زده کړې يې د ساختماني انجینیرۍ په برخه کې ترسره کړي. ښاغلي هلال په ۱۹۷۵ کال کې د اکاډمې تخنیک د مهندسۍ له پوهنځۍ د لسانس په کچه فارغ شوی دى.

کاري تجربه:

نوموړي تر تر ۱۹۸۷ میلادي کال پورې د ملي دفاع وزارت د طرحې او ډېزان په برخه کې د مهندس په توګه دنده ترسره کړې ده. خو وروسته د دولت ضد فعالیتونو له امله د پل چرخې زندان واستول شو او له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته پاکستان ته مهاجر شو.
نوموړي د حزب اسلامي د سیاسي کمیټې د مشر او د دې ګوند لخوا د پکتیا د ولایتي مسوول په توګه دنده ترسره کړې ده. ښاغلي هلال د ډاکټر نجیب حکومت تر نسکوریدو وروسته په ۱۹۸۰ کلونو کې د مجاهدینو د شورا او د پوځیانو مسوول هم وو.

نوموړي له ۱۹۹۳ تر ۱۹۹۶ کلونو پورې د ولسمشر د لومړی مرستیال په توګه هم پاتې شوی دی. ویل کیږي هلال د حزب اسلامي ګوند دویمه شمیر کس وو، خو په ۲۰۰۳ کال کې د پاکستان په حیات آباد کې په خپل کور کې نظر بند شو، ځکه ده له حزب اسلامي سره اړیکې پرې او د ولسمشر د حکومت ملاتړ یې کړی و.

قطب الدين هلال د انجينير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د ګوند مشهور غړى دى خو اوسمهال د خپلواک کانديد په توګه د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو ټاکنو کانديد دى. عنايت الله عنايت يې لومړى مرستيال او محمدعلي نبي زاده يې دويم مرستيال ټاکلي دي.