د زیږیدو کال: ۱۹۴۲، د کابل ولایت

ملیت: پښتون

زده کړې:

نوموړى تر دولسم ټولګي پورې زده کړې په کابل کې کړې دي او د دوکتورا سند يې له امريکا څخه ترلاسه کړې دي.

کاري تجربه:

نوموړى ۱۸ کال په بېلا بېلو برخو کې په نړيوال بانک کې دنده ترسره کړې ده. ښاغلي ارسلا په ۱۹۸۷ کال کې له نړيوال بانک سره دنده پرېښوده او د مجاهدينو ليکو ته لاړ. ده د پیر سید احمد ګیلاني په مشرۍ د افغانستان د ملي اسلامي ټلوالې غړیتوب ترلاسه کړ. نوموړي د مجاهدینو د عالي شورا چې په ۱۹۸۰ کلونو کې جوړه شوه، غړیتوب ترلاسه کړ. دى د ۱۹۸۹ څخه تر ۱۹۹۲ کلونو پورې د مجاهدينو په موقت حکومت کې د ماليې د وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.

ښاغلی ارسلا د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته د بُن د غونډې کلیدي غړی وو. نوموړی د اضطراري لویې جرګې لخوا د ولسمشر د لومړي مرستیال او همداراز د اداري اصلاحاتو د خپلواک کميسيون، د ملي احصاييې کميسيون او د اقتصادي همکاريو د کمېټې مشري هم کړې او د ملي امنيت شورا غړيتوب يې هم درلود. د ولسمشر په نشتون کې ده د ولسمشرۍ ریاست د سرپرست په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

نوموړى له دوو کلونو وروسته د ولسمشرحامد کرزي ستر سلاکار وټاکل شو او دغه راز د سوداګرۍ او صنایعو د وزارت وزیر هم پاتې شوی دی. نوموړی په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د افغانستان د مشر وزیر او په ۲۰۰۸ کال کې د همغږۍ کمیټې د مشر په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

ښاغلی ارسلا د ۲۰۱۴ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان کاندید کړی او جنرال خدايداد او صفيه صديقي د خپل لومړي او دوهم مرستيالانو په توګه ټاکلي دي.