د زیږیدو کال: ۱۹۴۲، کندهار

ملیت: پښتون

زده کړې:

نوموړي تر دولسم ټولګې پورې زده کړې د کابل په استقلال ښوونځي کې کړې دي او د دوکتورا سند یې له پاریس څخه ترلاسه کړی دی.

کاري تجربه:

نوموړي په روم کې د پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه د دفتر مشر پاتې شوی او د افغانستان په سیاست کې مهم رول لوبولی دی. په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر ړنګېدو وروسته، زلمى رسول د ولسمشر کرزي په مشرۍ په رامنځته شوي حکومت کې په ١٣٨١ کال کې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار شو.

درهنگامی کابینۀ رییس جمهور کرزی، آقای رسول در سال ۲۰۰۲ به اتفاق آرا به حیث وزیر حمل و نقل هوایی گماشته شد. وی نقشی مهمی در این راستا داشت. وی در سال ۲۰۱۰ میلادی به حیث وزیر خارجۀ افغانستان گماشته شد و دراخیرأ وی از مقامش استعفاء کرد تا در انتخابات ۲۰۱۴ میلادی، شرکت کند.

رسول په ۲۰۰۲ کال کې د رایو په اکثریت سره د ملكي هوايي چلند د رييس په توګه وټاکل شو او د افغانستان په اړه په جرمني کې د جوړې شوې نړيوالې بُن غوڼدې ګډونوال هم وو.

نوموړی د ٢٠١٠ کال په پيل کې د بهرنيو چارو د وزير په توګه له ولسي جرګې د باور رايه واخسته او تېره مياشت يې د راتلونکي کال په ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه له خپلې دندې استعفا وکړه.

زلمى رسول د راتلونکي کال د ولسمشريزو ټاکنو نوماند دى. د ملي جبهې مشر احمدضيا مسعود يې لومړى مرستيال او د باميانو پخوانۍ والي حبيبه سرابي يې دويمه مرستياله ده.