د زیږیدو کال: ۱۹۵۵، کندهار

ملیت: پښتون

زده کړه:

نوموړى په کندهار ولايت کې د مشرقي له لېسې فارغ شوى او وروسته يې په عالي دارالعمليمن کې زده کړې بشپړې کړې.

کاري تجربه:

ګل اغا شيرزی په ۱۹۵۵ میلادي کال کې په کندهار ولايت کې زيږېدلى دى. نوموړی د کورنۍ جګړې پر مهال د مهاذ ملي ګوند قومندان پاتې شوی دی او له دې وروسته د کندهار د والي په توګه وټاکل شو. خو په ۱۹۹۴ کال کې د طالبانو په راتګ سره نوموړی د پاکستان کوټې ښار ته ستون شو.

نوموړی په ۲۰۰۱ میلادي کال کې بیرته هیواد ته راستون شو او په همدې وخت کې د یوه درې زره کسیز لښکر مشري پر غاړه درلوده. ده د امریکا په همکارۍ د کندهار ښار کنترول په لاس کې واخیست او ددغه ولایت والي وټاکل شو. ښاغلی شیرزی لومړنۍ کس وه، چې د امریکا د عملیاتو پر مهال یې طالبان له کندهاره وویستل.

د ۲۰۰۳ کال په اګسټ میاشت کې ولسمشر حامد کرزي فرمان صادر کړ، چې هیڅ دولتي چارواکی په یوه وخت کې پوځي او ملکي دندې نشي ترسره کولی، له همدې کبله یوسف پښتون یې د ګل آغا شیرزي پر ځان د کندهار والي وټاکه.

نوموړی د ولسمشر د سلاکار هم پاتې شوی او په ۲۰۰۴ میلادي کال کې د ننګرهار والي وټاکل شو.

ښاغلی شیرزی د ۲۰۱۴ میلادي کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی. سید حسین عالمي بلخي یې لومړی او محمد هاشم حمزه یې دویم مرستیالان دي.